ټولنه

د کابل – بامیانو لویه لاره وتړل شوه

کابل/ دتلې ١٤مه/ باختر
د کابل – بامیانو لویه لاره پرون په پروان کې د باران د سختو اورښتونو او سېلاوونو د راوتلو له امله وتړل شوه.
د پروان د شینواري ولسوال اکوګل محمدي باختر آژانس ته وویل چی د ږلۍ د اورښت، د سیلاوونو د راتلو او د سترو ډبرو د ښوییدو په پايله کې د دغې ولسوالۍ په څو سیموکې د کابل – بامیانو لویه لاره تړل شوې ده.
محمدي زیاته کړه چې د «آستامه درې» له پیل څخه تر آشابه پله پورې دغه لویه لاره د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده او همدا اوس سلګونه موټر بند پاتې دي.
هغه زیاته کړه چې د سړک د پاکولو لپاره ماشینري وسایل د پروان له مرکز څخه سیمې ته لېږل شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته