ټولنه

په خان اباد کې ددښمنو کليو خلکو پخلاينه وکړه .

کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
هغه دښمني چې له کلونوکلونوراپديخوا دکندز ولايت په خان اباد  ولسوالۍ دڅوکليو دخلکو ترمنځ دوام درلود نن پاى ته ورسيد .
دکندز  دوالي وياندنعمت الله  تيموري باختراژانس ته وويل هغه شخړه اودښمني چې له کلونوکلونوراپديخوادخان اباد ولسوالۍ قجرخانې ،  اولياچشمه او دارجال دکليو دخلکو ترمنځ دوام درلود دعالمانو ، مخورواو دځوانانو په همکارى  حل شوي اوپاى ته ورسيدې .
په هغې غونډه کې  چې په همدې مناسبت   دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ دبند برق دساحې دحضرت امير حمزه  ( رض )  په جامع جومات کې جوړه شوه ويناوالو دسولې او پيوستون دښيګڼو  په باب خبرې وکړې   په پاى کې  دصادرې شوې پريکړې متن ابلاغ شو چې له لورو او دغونډې دټولو برخه والو دمنلو او تاييد وړ وګرځيد او دښمنو لورو ژمنه وکړه چې له دې وروسته په خپلو کليو کې داخوت او ورور ولۍ په فضا کې  خپل ژوند ته دوام ورکوي اودملي وحدت  له حکومت سره  يې خپل ملاتړ اعلام کړ .
  په دې غونډه کې دخان اباد ولسوال حيات الله اميري ، دولايتي شورا وکيلانو ، ديني عالمانو ، مخورو ، جهادي  قوماندانانو ، ځوانانو او دشخړې  لورو ګډون کړى و
دکندز والي عبدالجبار نعيمي هم ددغو کليو داوسيدونکو ددغه نيک اقدام له امله  قدرداني وکړه.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته