ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دهانک کانګ ملي ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر دلړم لومړى :
دهېواددکرکټ ملي ټيم دانترکانتي  ننتال جام دکرکټ په سياليو کې دهانک کانګ  دکرکټ  ټيم ته په زيات توپير سره ماتې ورکړه .
  دافغانستان دکرکټ بورد  وياند فريد هوټک باختراژانس ته وويل چې دغه لوبې  له څلورو ورځو راپديخوا په هانک کانګ  کې پيل شوي دي او دهانک کانګ دکرکټ ټيم په لومړى لوبه کې  ١٥٠ امتيازونه ترلاسه کړل خو افغان لوبغاړو په يوه په زړه پورې لوبه کې وکولى شول چې دپنځو ويکتونو  په له لاسه ورکولو سره ٤٦٥ امتيازونه ترلاسه کړي .
په دې  برياليتوب سره دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم دکرکټ دانترکانتي ننتال جام دسياليو په جدول کې لومړى مقام وګاټه .  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته