ورزش

په بامیانوکې د فوټبال د ژمني جام سیالۍ پیل شوې

کابل / د مرغومي / ۹ / باختر
په بامیانوکې پرون د فوټبال د ژمني جام سیالۍ د شپږوټیمونوپه ګډون پیل شوې.
د بامیان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمد عظیم سعادت له باختراژانس سره په مرکه کې وویل: دغه سیالۍ د ذوالفقار، جاوېدان ، بهارآزادي ، عقابان مرکز، شاه فولادي او د استقلال شیبرټیمونوپه ګډون سره د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون ، د بامیانود ښاروالۍ ریاست او د شپږ ګونو ټیمونو د مسوولینوله لوري ترسره شوې .
هغه زیاته کړه : د ژمني جام د فوټبال سیالی د ترسره کولو موخه د ورزشی استعدادونو وده، فوټبال ورزش ته د خلکو د پاملرنې جلبول او له فوټبالیستانوڅخه ملاتړدی.
د هغه د څرګندونوله مخې، دغه سیالۍ به په یوه پړاوکې تر۱۵ ورځو دوام وکړي.
سعادت وویل چې په بامیانوکې د فوټبال ورزشکاران له جدي ستونزوسره مخ دي ، د بامیانود فوټبال لوبغالۍ ځکه د دغه ولایت د ښاروالۍ له لوري جوړشوی دی ، چې هرکال خصوصي شرکتونوته اجاره ورکول کېږي او ورزشکاران دې ته اړدي په هره لوبه کې څه نا څه ۸۰۰ افغانۍ دغو شرکتونوته ورکړي او دغه لګښت ورزشکارانو لپاره زیاد دروند او ملاماتونکى دی .
هغه وویل چې زموږ نورې ستونزې د ورزشي امکاناتو د کمښت، لکه جامې او یونیفورم ، د فوټبال تجهیزات او لوازم ، اوله دغو ورزشکارانوڅخه د سوډاګرو نه ملاتړدی.
د یادونې وړده په هغه لوبه کې چې د شاه فولادي او استقلال شیبرټیمونودرلوده د استقلال شیبرټیم د یوې پروړاندې په دووسره د شاه فولادي ټیم ته ماټې ورکړه.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته