ټولنه

په خوست کې د اشرونو په ترڅ کې په زرګونو نيالګي اېښودل کيږي

کابل- باختر د کب د میاشتې ٢٥ مه:
په خوست ولايت کې زياتره دولتي چارواکي، قومي مشران، مدني فعلان او په عامه کې خوست مېشتي وايي چې د نويو نيالګيو د اېښودلو لړۍ به داوم کوي ترڅو د دولتي ادارو ،ښووځيو او نورو عامه ځايونو ترڅنګ د لرې پرتو ولسواليو په دښتو او غرونو کې هم نوي  ميوه لرونکي او بې ميوې نيالګي کېښودل شي، څو د خوست ولايت دښتې او غرونه په شنو نيالګيو و پوښل شي.
د خوست والي حکم خان حبيبي چې د نويو نيالګيو په اشرکې يې ګډون کړى و؛ وويل:  سږ کال  به په خوست ښار او شاوخوا سيمو او ولسواليو کې يونيم ميليون ،ميوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کښېنوي، څو خوست ولايت لا هم زرغونتيا پيدا کړي.
ده په ولسونوغږ وکړ چې د اېښودل شويو نيالګيوساتنه،اوپالنه وکړي،او ترڅنګ يې د ځنګلونوپه احيا اوساتنه ټينګار وکړ،ده وويل چې ځنګلونه دانسانانو د ښه ژوند د تيرولو لپاره مهم اوضروردي، حبيبي وايي چې هر وګړي ته په کار دي چې يو،يو نيالګۍ نال کړي،ترڅو سيمه موښيرازه او سمسوره شي اوله ډول ډول ناروغيوڅخه وساتل شو.
له بلې خوا، د  خوست ولايت  د کرنې او اوبولګولو رئيس نيازمحمد لالي ځدراڼ وويل، د ٤٨ زره  نيالګيو په شاو خواکې به د کرنې رياست اړوند ميوه لرونکي اوبې ميوې نيالګي د خوست په بېلابېلو سيمو کې کيښنوو او ترڅنګ به يې پالنه او ساتنه هم کوو ترڅو وساتل شي او دا سيمه زرغونه او سمسوره شي.
د نويو نيالګيو د اېښودلو په اړوند مو د څو خوست مېشتو نظرونه هم راخيستي دي، په اړه يې په سر کې عمر خان وايي: موږ راوتلې يو څو دلته د متون غونډۍ په سر په خالي ځايونو کې نوي نيالګي کيږدوو ترڅو دا سيمه هم سمسوره شي. خو تر څنګ يې بيا د ښاروالۍ او کرنې رياستونو له مسوولينو غوښتنه وکړه چې دوى بايد ددې نويو نيالګيو ساتنه او پالنه هم وکړي او ترڅنګ يې د متون غونډۍ له شاوخوا کورنيو هم هيله وکړه چې خپل څاروي دې په دې غونډۍ کې نه پيايي، تر څو ددې کال نيالګي شنه  او په خپل ځاى پاتې شي چې په دې سره به دا تاريخې غونډۍ او پارک هم ښکلا پيدا کړي او بل لورته به په دې سره د ککړې هوا مخه نيول شوې وي.
انورالله  هم په دې برخه کې وايي دې موسم ته چې ګورو نو نوى کال په پيليدو دى په دې وختونوکې بايد په خپلو سيموکې نيالګي کېږدو تر څو په راتلوونکي کې موږ له دې څخه په زياتو برخوکې ګټه پورته کړو او بل لورته به يې په هغوکسانو پورې ثواب هم  رسيږي چې ونې يې لګولي وي؛ ځکه دونو کېنول جاريه صدقه ده . 
هغه هم په ټولو خوست مېشتو باندې غږ وکړ چې په خپلو کورونو او باغونوکې ميوه لرونکي ونې کېښنوي او په سمه توګه يې پالنه وکړي .
ده همدا شان زياته کړه چې په دې برخه کې دې دکرنې رياست او نور اړوند رياستونه لا هڅې وکړي تر څو له دې زيات ميوه لرونکي نيالګي کيږدي ځکه دا په دوى پورې اړوند دي او ددې تر څنګ يې بايد دوى تر يوه حده ساتنه او پالنه وکړي.
د ځايي خلکو په وينا هر کال د خوست ولايت په شاوخوا سيمو کې په زرګونو نوي نيالګي اېښودل کيږي، خو د اړونده رياستونو د نه پاملرنې له امله  د وخت په تيريدو وچيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته