ټولنه

په کاپيسا کې د ولسي تړون پروګرام پيل شو

 کابل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د هېوادا جرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله کاپيسا ولايت ته د خپل سفر په بهيرکې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله او له دې سره جوخت يې په دغه ولايت کې دولسي تړون پروګرام پرانست.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجرائيه رئيس وويل چې د ولسي تړون پروګرام په هېوادکې له ملي او مهمو لومړيتوبونو څخه دى چې کولاى شي خلکو ته د ښو او اغيزمنو خدمتونو د وړاندې کولو زمينه برابره کړي .
ډاکتر عبدالله عبدالله د دغه پروګرام دښه تطبيق د ټينګار په ترڅ کې څرګنده کړه چې د ولسي تړون پروګرام به په راتلوونکوڅلوروکلونوکې د کليو د ٢٥٥ شوراګانو له لارې تطبيق شي.
د هېواد اجرائيه رئيس زياته کړه چې د ولسي تړون د پروګرام په بشپړيدوسره   د ملي وحدت حکومت د ژمنو او د افغانستان د خلکو د اړتياوو يوه برخه پوره او عملي کيږي .
د کاپيسا ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست ودانۍ د پنځلسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
په کاپيسا ولايت کې د ولسي تړون پروګرام د دغه ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له خوا تطبيقيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته