سیاست

د غور د ملکي کارکوونکو د بايومتريک بهير پيل شو

-کابل/دلړم ١٦مه/ باختر
د غور د ملکي کارکوونکو د بايومتريک (ګوتې نښان اخيستنې) پروګرام پرون پيل شو.
د غور والي غلام ناصر خاضع د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د بايومتريک تخنيکي ټيم د فېروزکوه ښار ته رسېدلى او د ملکي خدمتونو د مامورينو او د پوهنې د کارکوونکو د بايومتريک او د هويت د تثبيت بهير يې په برېښنايي ډول پيل کړى دى.
هغه وويل چې دغه بهير د دولتي کارکوونکو د شتون او د قانون له تطبيق څخه دملي او نړيوالو بنسټونو د ډاډ په موخه پيل شوى دى او د دغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې تطبيقيږي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته