امنیت

د هېواد په سویل ختیځ کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ ۱۶ مه
د غزني د اندړو، مقر او د قرباغ ولسوالیو په مربوطاتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور یې سخت ټپيان شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان د تېرو څلرویشتو ساعتو په اوږدو کې د افغان ځواکونو سره د نښتو پر مهال وژل شوي دي.
ویل کېږي په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته