کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
دلويې څارنوالۍ موظف هيت دبګرام دجيل دبنديانو د دوسيو له څيړنې وروسته نن دپنځه شپيتو تنو بنديانو د آزادولو امر صادر کړ .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دلويې څارنوالۍ ويندوى بصير عزيزي نن په يوه خبري غوڼده کې ددغه ټکې په څرگندولو سره وويل ، چې پخوا د بنديانو د دوسيو د څيړنې او بيا کتنې موظف هيت چې دجمهور رييس له خوا موظف شوى و دبګرام دجيل ٨٨ تنو بنديانو د دوسيو څيړنه په پام کې نيولې وه .
اوس دلويې څارنوالۍ ادارې ويندوى وايي چې ددغو بنديانو دوسيې دلويې څارنوالۍ دموظف هيت له خوا څيړلې شوي دي او دپنځه شپيتو تنو بنديانو دخلاصون امر صادر شوى دى .
دلويې څارنوالۍ ويندوى زياته کړه دلويې څارنوالۍ موظف هيت دبنديانو دوسيې وڅيړلې او په نتيجه کې دهغوى دمجرميت په باب دشواهدو او مدارکو دنشتوالي په خاطر د ٦٥ تنو بنديانو دخوشى کولو امر صادر کړ .
ده زياته کړه چې دلويې څارنوالۍ موظف هيت په ٢٣ نورو دوسيو دخپلو څيړنو کارته دوام ورکوي.
0 1 دقیقه لوستل