سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د بریتانیا د سند هرست د پوځي اکاډمۍ بېلابېلې برخې وکتلې

کابل باختر دلړم دمياشتي ١٠ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه ایز وخت پرون غرمه د بریتانیا د سند هرست له پوځي اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه اود هېواد دملي اردو
له هغو افسرانو سره چې په دغه اکاډمۍ کې په پوځي روزنه بوخت  دې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
د هېواد جمهوررئیس او ملګري پلاوی ته یې د سند هرست پوځي اکاډمۍ ته د ورتګ پرمهال د دغې اکاډمۍ د قوماندان جنرال سکات استورات او نورو چارواکو لخوا تود هرکلی وویل شو.
وروسته، د افغانستان ملي سرود وغږول شو او جمهوررئیس د افسرانو د عملي تمرینونو بهيروکوت او د سند هرست اګاډمۍ په یادګاري کتاب کې یې لاسلیک وکړ.
د دغې کتنې په بهير کې د سند هرست اکاډمۍ چارواکو د دغې اکاډمۍ او د هغې د درسي کریکولم او د افغانستان د ملي اردو د افسرانو د زده کړې په اړه د هېواد جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
د دغې کتنې په پای کې جمهوررئیس حامدکرزي له هغو افغان محصلینو سره چې په دغه اکاډمۍ کې  په زده کړه بوخت دي، وکتل او هغوی یې مسلکي زده کړو ته لا وهڅول.
د یادولو وړده چې  د سند هرست اکاډمي هرکال د ملي اردو ۶ تنو افسرانو ته زده کړه ورکوي او د راتلونکي کال د سپتامبر تر میاشتې پورې به دغه شمېر ۹ تنو ته و رسیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته