کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
په بغلان ولايت کې ددووچاودنو مخه ونيول شوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې امنيتي مامورينو پرون ناوخته د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار پورې اړوند دحسين خيلو دکلي په واټ کې دوه ماينونه کشف او شنډ کړل .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ درسنيو ددفتر مسوول ذبيح الله شجاع باختراژانس ته وويل چې امنيتي مامورينو دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او وروسته يې شنډ کړل .
ده وويل طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګاني پيښې رامنځته کړي خو بريالي نه شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ