سیاست

جنرال ميلر دافغانستان په نسبت دامريکا په دوامدارې ژمنو سره خپل کار پيل کړ .

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
جنرال استين  سکات ميلر نن په رسمي ډول په افغانستا ن کې دنړيوالو ځواکونو عمومي قومانداني په غاړه واخسته .
دباختراژانس دخبرله مخې، دامريکا دغه دڅلورو ستورو جنرال ، دجنرال نيکولسن  ځاى ناستى شو چې په افغانستان کې دهغه دوه کلن ماموريت پاى ته ورسيد .  دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ څو مياشتې مخکې جنرال ميلر په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو دقوماندان په توګه وټاکه او دامريکا سنا دهغه ټاکنه تاييد کړه .
جنرال نيکلسون  په افغانستان کې دناتو او امريکا له پوځيانو سره دمخه ښې او دخپل ځاى ناستې دمعرفي کولو په وخت کې په افغانستان کې دسختو ورځو په باره کې خبرې وکړې خو يادونه يې وکړه چې په دې هېواد کې دسولې مفکوره پياوړې کېږي او دغه ورځ  دافغانستان لپاره راتلونکې ده .
جنرال ميلر هم دافغانستان په وړاندې دناتو او امريکا دژمنو ددوام يادونه وکړه او ټينګار يې وکړچې دوى به تر هغه وخته پورې چې اړتياوې  په افغانستان کې شتون  ولري .
دجنرال ميلر دمعرفي کولو په مراسمو کې په کابل کې دناتو دغړو هيوادونو سفيرانو او دکورنيو چارو دوزير ويس برمک او دجمهوررييس دملي امنيت دسلاکار حمد الله محب په ګډون دافغان حکومت جګپوړو مقامات برخه لرله .
  ٥٧ کلن جنرال ميلر په  ١٩٨٣ کال کې دامريکا له پوځي عالي اکاډمۍ څخه فارغ شو او داستخباراتي  برخو په ګډون ددغه هېواد داردو په يوشمير  څانګو کې يې کار کړى دى او يو وخت يې ددلتا فور س دځواکونو قوماندانۍ  چې دامريکا په اردو کې يو ځانګړې او تجربه لرونکې برخه ده پرغاړه لرله .
  ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته