ښوونه او روزنه

دمرزا احمد جان دمنځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .

کابل باختر د وږي  اتمه :
  دتخار ولايت دمرزا احمد جان دمنځني ښوونځي ودانۍ  دتخار دوالي ډاکتر محمد ياسين ضيا له خوا د پټۍ  په پرې کولوسره پرانيستل شوه .
دتخار دوالي وياند سنت الله تيمور دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه ودانۍ دڅو کلونوراپديخوا ودانۍ نه درلوده او ماشومانو په پرانيستې فضا کې خپلو زد کړو ته دوام ورکاوه چې دوالي دپاملرنې  له امله او دده په سلو کې داتيا په شخصي لګښت او نورې دسيمې دپوهنپالو اوسيدونکو له خوا ورکړ شوي دي  او په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده چې شپږ درسي خونې يو اداري خونه او نور ضروريت ملحقات لري .
خبرځاى زياته کړه: دپنځلسو ښوونځيو دودانيو دجوړولو کار ددغه ولايت په مرکز  اوولسواليو کې دوام لري  چې ډير ژر به پرانيستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته