امنیت

په نورستان کې په نويوجګړو کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
په نورستان ولايت کې په نويو جګړو کې نهه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
دغه جګړې پرون  ناوخته په نورګرام ولسوالۍ کې په وسله والو طالبانو دپوځيانو له خوا  له بريد وروسته  پيل شوې .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل:    په دې جګړو کې نهه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او شپږ تنه نورټپيان شول.
ده وويل : کله چې وسله وال طالبان ديولړ تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو بوخت و ، دپوځيانو له خوا  بريد پرې وشو.
ويل کيږي په دې جګړو کې سرتيرو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته