ښوونه او روزنه

داستنادي ديوال په جوړولو سره زده کوونکي خوندي شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دبلخ ولايت دشولګرې په ولسوالۍ کې دمحمد افضل شهيد دهلکانو دليسې داستنادي ديوال دجوړولو کارنن پيل شو .
دشولګرې ولسوالۍ مرستيال محمد ابراهيم دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ديوال د دوه سوه مترو په اوږدوالي د اى – او – ام د دفتر له خوا دڅلور ديرشو زرو امريکايي ډالرو په لګښټ په دوو مياشتو کې جوړيږي.
يوه اړونده خبرځاى وويل :دمحمد افضل شهيد دهلکانو ليسه درې کاله مخکې جوړه شوې وه، خو استنادي ديوال يې نه درلوداو زده کوونکې يې له ستونزو سره مخامخ وو چې ددغه ديوال دجوړولو دکار په بشپړيدو سره ددغې ليسې پنځه سوه تنو زده کوونکو ته امنيتي آسانتياوې برابرې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته