سیاست

په قندهار کې د رایې وورکولو مرکزونه کم دي

قندهار باختر د وري د میاشې ۱۹ مه
په قندهار ولایت کې امنيت تامین دی،خو د رايې ورکولو لپاره ورکړل شوي مرکزونه کم دي.
د باختر اژانس د سیمه يېز خبریال د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د قندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا پرون د سويلي حوزې په کچه د ملکي او نظامي ادارو د مسوولينو  سره ټاکنو ته د چمتوالي په موخه په جوړې شوې غونډه کي وکړې.
په دې غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريېس ډاکټر محمد هاشم دراني وویل  توانیدلی، چې د شخصي ځایونو څخه انتخاباتي مرکزونه ښوونځیو،جوماتونو او عامه ځایونو ته ولېږدوی تر څو په شفافه توګه ولس ته د رایي ورکولو زمینه برابره شي.
د دراني په خبره د تېرو ټاکنو وېشل شوي انتخاباتي کارتونه ټول بې اعتباره دي او په راتلوونکو ټاکنو کې به د پیژند پاڼې له مخې رايې ورکول کیږي.
د هغه په خبره په  قندهار کې ټول ۲۲۵ انتخاباتي مرکزونه شتون لري چې له جملې څخه يې یوازې اتیا مرکزونه په قندهار ښار کې دي.
دراني زیاته کړه د حمل پر ۲۵ نیټه به د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولو پروسه پیل شی.
هغه د رڼو ټاکنو په موخه د سویلی حوزی له والیانو ، مخورو، دیني عالمانو او ښوونکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د قندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون قندهار ته د نفوسو په کتو کم انتخاباتي مرکزونه ورکړي دي.
ویسا وویل،د قندهار امنیت تامین دی او ټول خلک په ځانګړي توګه د ګڼ نفوسو ولسوالیو خلکو په ټاکنو کې د برخې اخیستلو ډاډ ورکړی.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې افغان ملی امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړ چمتوالی لري، تر څو ټاکنې د امنيت په فضا کې په شفاف ډول سره ترسره شي .
په غونډه کې د زابل،روزګان او دایکنډي والیانو هم خبرې وکړې او د ټاکنو لپاره يې د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ.
د ۴۰۴ میوند زون قومندان،د قندهار امنیه قومندان او د سویلي حوزې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال لاتروپ هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د ټاکنو لپاره یې د امنيت په برخه کې د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته