امنیت

درې ويشت تنه ياغيان په شمالي وزيرستان کې ووژل شول

ميرامشاه  باختر دليندي اته ويشتمه :
  دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او د مشکوکو ياغيانو ترمنځ نښته کې تېره شپه څه ناڅه درې ويشت تنه ياغيان ووژل شول .
باخترآژانس د پاکستان د دي ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: مشکوکوياغيانو هلې ځلې کولې چې د امنيتي ځواکونو د ليږدونکو وسايطو په کاروان چې په ميرعلي ښارګوټى کې دکجوري د پلټنې له پوستې څخه ستنيدل، کمين ونيسي او بريد وکړي.
امنيتي ځواکونه دغې ساحې ته تلل چې د هغوعسکرو امنيت چې پرون په ځانمرګي بريدکې ټپيان شول؛ ونيسي چې له مشکوکوياغيانو سره مخامخ شول او هغوى يې کلابند کړل او ياغيانو ته يې د سر دروند زيان واړاوه .
  نښته څوساعته روانه وه او درې ويشت تنه ياغيان پکې ووژل شول .
  دغه جګړه په يوې پوځي پوستې له ځانمرګى بريد وروسته ونښته چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول او څلور ديرش تنه نور ټپيان شول .
دپاکستاني طالبانو دتحريک ويندوى ددغه بريد مسووليت منلى دى او ويلي يې دي چې دغه بريد يې د حکيم الله محسود د وژل کيدو په غچ اخستنه کې ترسره کړى دى.
شمالي وزيرستان يوه له اووه قبايلي سيمو څخه دى چې د پاکستاني طالبانو دتحريک او په القاعده شبکې پورې د اړوندو ياغيانو پټنځاى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته