امنیت

په تخار کې يوه اندازه نشه يي توکي او الکولي مشروبات کشف او ضبط شول .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
په تخار ولايت کي يوسلو څلور څلويښت  کيلوګرامه نشه يي توکي  او الکولي مشروبات  له نشه يي توکو سره دمبارزې  دمنسوبينو له خوا کشف او ترلاسه شول .
دتخار ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې  مدير سمونمل  رجب محمد باختراژانس ته خبرورکړ:  دغه نشه يي توکي دروان کال په دريو مياشتو کې دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دځواکونو له خوا په بيلابيلوعملياتو کې کشف او ترلاسه شوي دي .
  يوې اړوندې سرچينې وويل: په دغو توکو کې يوسلو څلور څلويښت  کيلوګرامه هيروئين ، يوکيلو او دوه سوه ګرامه مورفين ، لس کيلوګرامه چرس  دوه ويشت ليتره  الکولي مشروبات اته ليږدونکي  وسايط ، يو ويشت  موبايلونه ،  او پنځه وسلې شاملې دي چې له نشه يي توکوسره  دمبارزې دمنسوبينو له خوا کشف اوضبط شول .
يوه اړوندې سرچيني وويل :ددغو قضيو په اړوند په دريو مياشتو کې ٢٣ تنه  مشکوک کسان له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو له خوا نيول شوي او عدلي اوقضايي مراجعو ته  معرفي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته