ښوونه او روزنه

په زرګونو تنو په بلخ کې ليک لوست زده کړى دى

کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د سواد نړيواله ورځ نن په بلخ ولايت کې ونمانځل شوه. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې د بلخ ولايت د ليک لوست د زده کړې آمرعبدالستار ميرزا وويل چې د دغه ولايت په لسو ولسواليوکې د تېر کال په بهيرکې د ۱۲ زرو ۵۲۵ تنو زده کوونکو په ګډون د ليک لوست د زده کړې ۵۰۱ صنفونه جوړ شوي دي چې تر اوسه پورې يې دليک لوست د زده کړې څه ناڅه ۱۱ زره تنه زده کوونکي يې تر پوښښ لاندې نيولي دي. په دې غونډه کې دغه راز د پوهنې وزارت د ليک لوست د زده کړې معين په بلخ ولايت کې د ليک لوست د زده کړې په لاره کې د زياتو پروګرامونو لپاره د زمينو د برابرولو په خاطر د دغه وزارت د همکارۍ ژمنه وکړه پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته