خبرونهفرهنګټولنه

خلکو په هېواد کې د اوربند د دوام، د جګړې د پاى ته رسولو او د دايمي سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه

کابل / د غويي ٢٣مه / باختر

خلکو نن د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ د سولې او ورورولی په فضا کې په جوماتونو کې ادا کړ او په هېواد کې يې د جګړې د پاى ته رسېدو او د دايمي سولې د ټينګښت په خطر دعا وکړه.

د هېواد خلکو د روژې مبارکې مياشتې له پاى ته رسېد وروسته، د نېکمرغه کوچني اختر په لومړۍ ورځ جوماتونو ته لاړل او د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ يې د اخوت او ورورولى په فضا کې ادا کړ.

لمونځ کوونکو د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو او له يوبل سره له اختر مبارکي وروسته، د باختر آژانس له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې له جګړې څخه چې د هېواد د بې دفاع او بې ګناه خلکو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو د وژلو او وينې تويولو او دغه راز د افغانستان د ويجاړېدو سبب کېږي، ستړي شوي دي او د دوى هيله په هېواد کې د جګړې پاى ته رسېدل او د دايمي سولې ټينګښت دى.

هغوى د اختر په ورځو کې د اوربند هرکلی وکړ او له ښکيلو لوریو يې وغوښتل چې دايمي اوربند وکړي او د خبرو او مفاهمې له لارې د جګړې، وژلو او د هېواد د ويجاړولو د پاى ته رسولو لپاره انساني او اسلامي لاره انتخاب کړي.

يو لمونځ کوونکى احمد ذکي څرګنده کړه چې د اسلام مقدس دين د اخوت، ورورولي، سولې او روغې جوړې دين دى او هېڅکله وينې تويول او تاوتريخوالی نه مني.

هغه ټينګار وکړ چې د قرآن عظيم الشان او د اسلام سپېڅلي دين د لارښوونو د تطبيق په خاطر بايد ښکيل لوري له تاوتريخوالي لاس واخلي او د اسلام مبين دين پر احکامو چې د يو او بل منل، سوله او روغه جوړه ده، عمل وکړي.

يو بل لمونځ کوونکي مصطفی چې د پوهنتون محصل دى، د باختر آژانس خبريال ته وويل: زيات کلونه کېږي چې موږ د تاوتريخوالي او جګړې تر سيورې لاندې شپې سبا کوو او په افغانستان کې داسې کورنۍ نشته چې د خپلې کورنۍ يو غړى او يا خپلوان يې له لاسه نه وي ورکړي او غمجن نه وي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د خلکو يواځنۍ هيله او غوښتنه په هېوادکې د جګړې پاى ته رسېدل او د سولې ټينګښت دى او له ښکيلو لوریو يې وغوښتل چې د دغه هېواد د خلکو د کړاوونو د پاى ته رسېدو په خاطر نوره جګړه او تاوتريخوالی پاى ته ورسوي.

دغه راز لمونځ کوونکو د اختر په ورځو کې د امنيت د ټینګښت په خاطر د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له هلوځلو او سرښندنو قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه چې د اختر له لمانځه وروسته يې په افغانستان کې د دايمي سولې د ټينګښت او د جګړې او وينې تويولو د پاى ته رسولو په خاطر او د هېواد د خلکو د وحدت او يووالي، سوکالۍ او هوساينې لپاره يې دعا وکړه.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته