امنیت

د ټاکنو د ورځې لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي

لښکرګاه باختر د تلې  ۲۳ مه
د ښو، عادلانه او شفافو ټاکنو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي او هیڅوک نه شي کولای چې د ټاکنو په پروسه کې درغلي وکړي.
دغه څرګندونې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د جنوب غرب حوزې د نظامي ارګانونو او د ټاکنو د کمېسیون غړو سره د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت په پار په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له  مخې؛
په دې غونډه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالهادي (ترین)، د هلمند او نیمروز واليانو، د ۵۰۵ بست زون قوماندان، د دواړو ولایتونو امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت رئیسانو، د شپږو لواګانو قوماندانانو، د ټاکنو د کمېسیون رئیسانو د دغو ولایتونو ولسوالانو او د امنیې قوماندانۍ او ملي امنیت مدیرانو ګډون درلود.
د باختر اژانس خبریال زیاتوي چې دغه غونډه په جنوب غرب حوزه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هغو رپوټونو لپاره ځانګړې شوې وه، چې د انتخاباتو سایټونو د امنيت ساتلو په پار چمتو شوي وو.
سرچینه زیاتوي چې په جوړې شوې غونډه کې امنیتي او دفاعي مسوولین ډاډ ورکړ چې د راتلوونکو ټاکنو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته