امنیت

د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت ، د کورنیو چارو وزارت له لوری د ملی پولیسو د شهیدانو دکورنیو سره یوه اندازه نقدی مرسته وشوه .

 کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه
هغه ځانګړی مراسم چی له همدی امله د کورنیو چاروپه وزارت کی د اداری او د پالیسی اوستراتیژی دمعینانو او د دغه  وزارت دیوشمیر رییسانو اوجنرالانوپه ګډون پرځاى شوی ؤ، لومړی د کورنیوله چارو وزارت اداری معین لوی پاسوال اکرام الدین یاور د ملی پولیسو د شهیدانو د کورنیو غړوسره په کتنه کی ، هغوی ته د تسلیت په وړاندی کولوسره وویل چی تا سو خپل باتوربچیان او عزیزان هیواد اوخلکوته د خدمت په لاره کی له لاسه ورکړي دي . دوی د خپلوځانونواوسرونوپه نذرانه کولوسره د خپل هیواد او د خلکو پت اوعزت ساتلی دی . نوله همدی امله د کورنیوچارو وزارت مشرتابه اود افغانستان خلک پردغو شهیدانو ویاړي .
وروسته د کورنیو چارو وزارت اداری معین لوی پاسوال اکرام الدین یاور ، د پالیسی اوستراتیژی معین پاسوال مسعود عزیزی ، د پیژنتون لوی رییس لوی پاسوال محمد وکیل اکبری اود دغه وزارت د لوژستیک لوی رییس داکترالهام الدین وردک له لوری د شهیدانوپرکورنیو یوه اندازه نقدی پیسی وویشل شوی چی د دغو کورنیو له خوادکورودانۍ په ويلوسره ومنل شولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته