کابل باختر دثورديارلسمه
په نورستان ولايت کې دوسله والوطالبانو له خواپه يوولس کلن ماشوم ډزې وشوې خو ژوندى پاتې شو .
دغه پيښه پرون دکامديش ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يو ماشوم ډزې وکړې .
دنورستان دوالي ويندوى ظاهر بهاند باختراژانس ته وويل چې دطالبانو دډزو له امله دغه يوولس کلن ماشوم ټپي شوى دى .