ټولنه

د ترانسپورتي ستونزې دوام کابل ښاريان شکمن کړي دي

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
د ښاري بسونو نشتوالى دکابل ښاريانو يوه مهمه ستونزه ده چې له څوکلونو راپديخوا ددغه ښار اوسيدونکي له دغې ستونزې سره  لاس اوګريوان دي.
ځينې کابل ښاريان د چارو مسوولين دخلکو ددغې ستونزې په وړاندې دبې توپيرى تور لګوي او وايي چې د چارو مسوولينو په وار وار دښاريانو دترانسپورتي  ستونزې دحل کولو لپاره ژمنې کړې دي، خو تراوسه پورې دښاري بسونو د نشتوالى له پلوه دکابل ښاريانو ستونزه په خپل حال پاتې ده او هغوى په خپلوژمنو عمل نه دى کړى .
دکابل ښار د دريمې کارتې اوسيدونکي مسيح الله دباخترآژانس خبريال ته وويل: کلونه کلونه کيږي چې کابل ښاريان له منظمو ترانسپورتي خدمتونو پرته شپې سبا کوي او له دې پلوه له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي خو د چارو مسوولين ددغې ستونزې دحل کولو لپاره بې توپيره دي .
ده وويل: که چيرې د تيروکلونو په شان په ښارکې ، دولتي بسونو خدمتونه پيل شي؛ ښاريان کولاى شي د ناڅيزې کرايې په ورکړې سره په ښارکې تګ راتګ وکړي.
د دشت برچي اوسيدونکي سيد نعمان وويل: دکابل ښار په زياترو لاروکې د خصوصي سکټور دکوچنيو وسايطو  چلوونکي له يوه تن څخه  لس افغانۍ کرايه اخلي.
که چيرې په ښارکې دملي بس دتصدۍ بـسونه موجود واى؛ ښاريانو کولاى شول دپنځو افغايو کرايې په ورکولوسره تګ راتګ وکړي.
په همدې ترتيب يوشمېر کابل ښاريانو له باخترآژانس سره په اړيکوکې د خپلوترانسپورتي ستونزو د دوام له امله شکايت وکړ او د چارو له مسوولينو څخه يې د هغو دحل کولو غوښتنه وکړه .
دباختر آژانس خبريال له زياتو هلوځلوسره سره د رخصتۍ له امله ونه کړاى شول د ښاريانو د طرحه شويوستونزو په باب له اړوندو مسوولينو سره اړيکې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته