سیاست

د مبارکۍ پيغامونه

کابل باختر دزمري اته ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي،د جمهور ي رياست د مرستيالانو، د ملي شورا د دواړومجلسونو او د سترې محکمې د رييسانو، د کابينې دغړو او د افغانستان د ټول ملت په نامه نن هم د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د څلورنوي يمې کاليزې په مناسبت باخترآژانس ته د مبارکۍ پيغامونه را رسيدلي دي.
په پيغامونوکې د مبارکيو د ډيرو ښو مراتبو د څرګندونوترڅنګ ويل شوي دي: له نن ورځې څخه ټيک څلورنوي کاله مخکې د افغانستان ميړنيوپلرونو او نيکونو د اعليحضرت غازي شاه امان الله خان په مشرۍ د وخت د زبرځواک په وړاندې د تشولاسونه خو په قوي ارادې او د لوى خداى (ج) په پشپړ ايمان سره پاڅون وکړ او زموږ په وياړلى هيوادکې يې آزادي وګټله.
دغه راز په پيغامونوکې د هيواد د خپلواکۍ د لارې غازيانو، مجاهدينو او شهيدانو د تل پاتې خاطرو درناوى شوى دى او يوځل بيا ژمنه شوې ده چې د دې هيواد د دښمنانو د هر راز توطيو په وړاندې به چې زموږ د هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ پرخلاف  ترسره شي، د خپلو نيکونو په شان ودريږو .
په دغو پيغامونوکې د هيواد له مشرتابه څخه غوښتل شوي دي چې په ادارو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره پاملرنه وشي او هم دنشه يي توکو دمافيايي عناصرو په وړاندې غوڅ چلند وشي .
په دغو پيغامونوکې له وسله والومخالفينو څخه هم غوښتل شوي دي چې دهيواد دخپلواکۍ او آزادۍ اوخلکو په خاطر له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخلي او سولې اوملي پخلاينې ته مخه وکړي .
  دغه پيغامونه دځينو وزارتونو له مشرتابه هئيتونو، د ولايتونو د واليانو، فرهنګي ارګانونو ، سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو ، تحصيلي او تعليمي موسسو او د روغتيايي مرکزونو او موسسو له خوا را رسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته