کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۶ مه
په کندز ولايت کې تېره شپه شپږ تنه د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول .
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه مشکوک کسان د کندز ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
رحماني زياته کړه چې د دغو کسانو له جملې څخه څلورو تنه تېره شپه د پوليسو د لومړۍ امنيتي حوزې د ګرځنده ګزمې له خوا د استوګنې کورونو د مالونو د غلا په ګومان او دوه تنه نور يې پرون د دغه ښار په مربوطاتوکې د يوه موټر د غلا کولو په ګومان لاس په لاس ونيول شول.
ختم_ شکريه _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ