خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې د نږدې څلور میلیونو افغانیو په لګښت یو چکډم جوړېږي

کابل، د لړم ٢٩ مه، باختر
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د شیندارخېلو چکډم، د جوړولو چارې نن د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو لخوا پیل شوې.
د دغه ولایت د سیندیزې حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل آخندزاده وویل؛ دغه چکډم، چې د څه باندې شپږ زره مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، نږدې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې په اساسي توګه جوړېږي.
آخندازده زیاته کړه؛ چې د دغه چکډم دېوال ٥٣ متره اوږدوالی او ٤.٥ متره پلنوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له زیانونو څخه وژغورل شي او هم به شاړې ځمکې پرې خړوبې شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر په مرکز کې د څه باندې ٥ میلیونه افغانیو په لګښت د یو بل چکډم د جوړولو چارې پیل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته