سیاست

جګپوړي دولتي هيئت دلوګر ولايت اذرې ولسوالۍ ته سفر وکړ .

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
دملي دفاع وزارت دسرپرست  په مشرۍ  يوه جګپوړي  دولتي هيئت پرون دلوګر ولايت  داذرې  ولسوالۍ ته سفر وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې،  ددغه هيئت په ترکيب کې دملي امنيت دلوى رياست مرستيال ، دسپين غر د٥٠٥ ساحوي زون قوماندان پاسوال اسد الله شيرزاد ، دلوګر ولايت مرستيال قمر الدين شکيب ، دولسي جرګې غړي انجنير خان ،  دلوګر دولايتي شورا غړى ډاکتر عبدالولي او ددغه ولايت امنيتي چارواکي شامل وو چې دامنيتي ستونزو دڅيړنې په موخه يې دلوګر ولايت داذرې  ولسوالۍ ته سفروکړ .
په دې سفر کې دملي دفاع وزارت سرپرست تورنجنرال ارګانحرب  طارق  شاه بهرامي داذرې  ولسوالۍ له سوداګرو او خلکو سره وکتل او ويې ويل چې ددوى دستونزو دحل کولو لپاره به کوټلي ګامونه واخستل شي .
په دې کتنه کې داذرې  ولسوالۍ څو تنو قومي مشرانو اوسوداګرو دنورو په استازيتوب  هيئت ته دخپل ستونزو په وړاندې کولو سره دامنيت په تامينولو او دبيا رغاونې دپروژو په پلي کولو کې دچارواکو دجدي پاملرنې غوښتنه وکړه .
دلوګر ولايت مرستيال قمر الدين شکيب له سيمه ئيز حکومت سره  داذرې ولسوالۍ دسوله دوستو خلکو دهمکارۍ او ملاتړ يادونه وکړه او دغې ولسوالۍ ته دسفر موخه يې دخلکو دستونزو دامنيتي  ځواکونو ترمنځ دهمغږي  اودامنيتي حالت دڅرنګوالي څيړنه وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته