امنیت

دميوند اوشاه ولي کوټ په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو دراټوليدو مرکزونه دړې وړې شول .

کابل باختر دتلي دولسمه:
څلور تنه  وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې ووژل شول او څلور تنه نور  ټپيان شول او نورو طالبانو له ساحې څخه دتيښتې لاره غوره کړه .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل افغان امنيتي ځواکونو په هغو بريدونوکې چې دقندهار ولايت داړوندو ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره کړل  دميوند او شاه ولي کوټ  په ولسواليو کې دطالبانو دراټوليدو  مرکزونه په بشپړ ه توګه ويجاړ کړي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغوبريدونوکې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې ددغو عملياتو  په بهير کې د طالبانو  يوه اندازه جنګي وسايل هم  دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ده زياته کړه چې په دغو بريدونوکې اته ماينونه هم شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته