امنیت

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ دلړم ٢٢مه/باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل وشول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ایمل مومند باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د ماين په چاودنه او د غزني د اندړو ولسوالۍ د نظرخان کلي او د خواجه عمري ولسوالۍ په مربوطاتوکې په نښتوکې ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې په پېښوکې ١٠ نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
د یو بل خبر له مخې:
د ۲۰۳ تندر قول اردو د ماین پاکۍ ټیمونو درې ماینونه د غزني او خوست په مربوطاتوکې کشف او شنډ کړل.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته