فرهنګ

دعبدالباري جهاني د ډاډګيرنې پيغام .

کابل باختر دلړم اتلسمه :
دهيواد دمشهور سندر غاړي استاد مومن خان بيلتون دمړينې په مناسبت  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير عبدالباري جهاني د ډاډګيرنې پيغام .
دهيواد دمشهور سندر غاړي استاد بيلتون دمړينې خبر په ژوره توګه خواشينى کړم .
استاد بيلتون دهيواد دګوتې په شمار سندر غاړو له جملې څخه و چې دسيمه ئيز افغاني اصيل هنر په وده کې يې زياتې هلې ځلې وکړې او په زړه وړونکي  غږ سره يې هره پارچه چې اجرا کړه دده له حنجرې  څخه پورته شو او په زړونوکې يې ځاى ونيوه .
د مومن خان بيلتون بې بديله هنر دى  دهيوادپه خاص او عام هنرمند بدل کړى و .
په هيواد کې دوګړني هنر دودې او پرمختګ په لاره کې  دده زحمتونه  تلپاتې  دي .
په همدې مناسبت دځان اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت د ډاډ ګيرنې او همدردۍ مراتب دارواښاد استاد پاتې کسانو او کورنۍ  ، دهيواد هنرمندانواو دهنر دبرخې  کارکوونکو او داستاد مينه والو ته څرګندوم .
دلوى خداى ( ج )  له دربار   څخه استاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې  دجميل صبر هيله کوم .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته