کابل باختر دغويي دمياشتې ١٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې نن په افغانستان کې د يوناما د دفتر له مرستيالې سره وکتل.
د بهرنيوچارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې عادلې راز د سياسي پروګرامونو، مدني ټولنې، د بشر د حقوقو، سولې او په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو د دريځ د پياوړتيا په لاره کې د يوناما د دفتر د فعاليتونو او همکاريو له امله مننه وکړه او د هېواد په سياسي او امنيتي بهيرونو او د ښځو د رول او دريځ د تحليل لپاره د علمي کنفرانس په جوړولوکې د افغان ښځو په رول باندې په ټينګارسره په دې برخه کې د يوناما د دفتر د زياتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه .
وروسته ميرمن پرنيل د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي معينې له خوا د طرحه شويو ټکو په تائيدولوسره په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په بهيرکې د افغان ښځو رول اغيزمن وباله او د علمي کنفرانس د جوړولو د ميکانيزم او څرنګوالي په باره کې يې خبرې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل