سیاست

دستندرد دعالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

دستندرد دعالي شورا غونډه نن د جمهوررييس  ددويم مرستيال اوددغي شورا درييس محمدکريم خليلي په مشرۍ  جوړه شوه .

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.

په دې غونډه کې دستندرد دملي اداري لوى رييس ددغې اداري  دفعاليتونو  لنډ رپوټ وړاندې کړ او څرگنده يي کړه چې دملي اوساختماني ستندردونو دتدوين په برخه کې په ټوليزه توګه  ديارلس تخنيکي کميټي فعاليت لري چې دستندردونو په بيلابيلو برخو کې دستندردونو په برابرولو سره دخونديتوب دزياتوالي په ترڅ کې  دپانګي اچوني  دهڅونې زمينه هم برابريږي .ده دغه راز دمسلکي اوماهرو اشخاصو په جذبولو ټينګار وکړ.

دغونډې په دوام دستندرد دملي اداري دمحصولاتو داتلسو ستندردونو اوپه ازمايښتي لارو چارو دشپږويشتو ستندردونو په ګډون څلور څلويښت برابرشوي  ستندردونه غونډې ته وړاندې کړل .

دستندرددعالي شوراغړودمفصلوخبرواوڅيړنواوديولړپوښتنو اووړانديزونو له طرحي وروسته دغه ستندردونه تصويب  کړل.

دستندرد دملي اداري دڅرگندونو له مخې  دغه ستندردونه پخوا  ددغي اداري  په تخنيکي کميټو کې په هراړخيزه توګه څيړل شوي  او خبري ورباندې شوي او وروسته دتائيد په مقصد دغي کميټي ته وړاندې کيږي .

دغه راز په دې غونډه کې دوارداتو ، دپلټنې لايحه چې دستندرد دملي اداري له خوا  برابره شوي  وه  دغړو له خوا وڅيړل شوه او خبري پري وشوي.

شور اپه دې اړوند دموضوع دارزښت په پام کې  نيولو سره غړي مکلف کړل چې دغه لايحه  بيا وڅيړي  چې په ر اتلوونکي غونډه کې دهغي په باب په هراړخيزه توګه تصميم ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته