امنیت

دوه سوه څلويښت تنه سرتيري د خوست له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل باختر د زمري  اوومه :
٢٤٠ تنه ځوانان د خوست ولايت له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول .
دغه ځوانان له يوې دورې پوځي زده کړو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
د خوست ولايت د پوځي اکادمۍ يوه مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې دوره کې ٢٤٠ تنه ځوانان له دغې اکاډمۍ څخه فارغ شول .
ده وويل: دغه ځوانان د هېواد په ځينو سيموکې د پوليسو د ځواکونو په چوکاټ کې  د امنيت د تامينولو او له تروريزم سره دمبارزې لپاره ګومارل کيږي .
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د خوست ولايت د پوځي اکاډمۍ د فعاليت له  پيل څخه تر اوسه پورې ١٠ زره ٢٧  تنه پوځيان په دغې اکاډمۍ کې پوځي زده کړې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته