امنیت

په کابل ښار کې په ننني ځانمرګي بريد کې دښوونځي څه دپاسه پنځوس زده کوونکي ټپيان شول .

کابل باختر د چنګاښ  لسمه :
په کابل کې په نننۍ چاودنه کې دښوونځي څه دپاسه پنځوس زده کوونکي ټپيان او دپېښې ځاى ته څېرمه دپنځو دولتي ښوونځيو ودانۍ په قسمي ډول زيانمنې شوې دي .
باختراژانس دپوهنې وزارت دخبرپاڼې له مخې خبرراکړ ، چې له دغې پېښې وروسته چې نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه داتمې ناحيې په مربوطاتو کې دغازي استديوم  په سيمه کې دغريض ددويم  لمبر خصوصي ښوونځي پنځوس تنه زده کوونکي او دنهمې ناحيې په مربوطاتو کې دستاره ښوونځي يو تن زده کوونکى دښوونځيو دودانيو دښيښو دماتېدو له امله برسيرن ټپيان شول .
دروغتونونو کارکوونکو دټپيانو روغتيايي حالت قناعت بخښوونکى بللى دى .
دغه راز ددغې پيښې په پايله کې دکابل ښار دشپاړلسمې حوزې په مربوطات کې دنازو انا او لامحه شهيد دښوونځيو او دنهمې حوزې په مربوطاتو کې دستارې او رڼا ليسو دودانيو ښيښې ماتې شوې دي .
دپوهنې وزارت په هېواد کې دجګړې له ښکيلو لورو څخه غواړي چې دپوهنې دزده کوونکو ، ښوونکو او کارکوونکو خونديتوب او په دغه بنسټ پورې داړوندو ښوونځيو او تاسيساتو امنيت په پام کې ونيسي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته