امنیت

څلور طالبان په بدخشان کې له دولت سره يوځاى شول

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
څلور وسله وال طالبان پرون په  بدخشان کې له پوځيانو سره يوځاى شول.
دجرم ولسوال احمدميرجواد  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې څلور وسله وال طالبان ددغې ولسوالۍ  ددهن اب خشک په سيمه کې له خپلو  جنګي وسايلو سره له پوځيانو سره يوځاى شول .
هغه وويل :دغو طالبانو هغه څه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت له خلکو او ځواکونوسره  ترسره کړي دي پېښمانه  دي  او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به دخلکو او هېواد په دفاع کې ودرېږي .
  ختم_ شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته