کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٢ نيټه : د ناټو سازمان د مشرانو غونډې ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني دوینا ژباړه
بروکسل – بلجیم ۱۳۹۷ د چنګاښ ۲۱ / ۲۰۱۸ د جولایی ۱۲ بسم الله الرحمن الرحیم
د ناټو سازمان سرمنشي ښاغلی سټولټنبرګ د حکومتونو او دولتونو مشرانو، ښاغلو او اغلو!
موږ د افغانستان خلکو او حکومت د خپل هېواد د بیا تجسم لپاره زیاتې هڅې کړي دي.
زموږ مهمه دنده د جنګ، فساد او جرایمو د خبیثه کړۍ ماتول او د هغې په ځای د ګډون، برخې اخېستو، مشارکت، سولې او پرمختګ د نجیبه کړۍ جوړول او ځای په ځای کول دي. ډاکټر عبدالله او زه دلته حضور لرو چې له تاسې څخه د غوڅ ملاتړ په خاطرمننه وکړو او ستاسو د لوڼو او زامنو د قربانیو په ځانګړي ډول د هغو چې زموږ د آزادۍ او ستاسو د امنیت لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړي دي، مننه وکړو او د خپلو اصلاحي هڅو لنډیز وړاندې کړو.
په ۲۰۱۷کال کې د جنوبي آسیا لپاره د جمهوررئیس ټرمپ سټراټيژي د لوبې بدلوونکې وه او موږ ته یې د دې لپاره چې خپلې ستونزې ومنو او له شرایطو سره سمې حل لارې طرحه او په نتیجو ولاړې اصلاحي برنامې ترتیب کړو فرصت ایجاد کړی دی. دغې سټراټيژۍ د شرایطو او بستر په اړه له وخت او زمان پورې تړلی لیدلوری بدل کړ او هېواد یې د شرایطو په اساس په نوي لیدلوري د سیمې په کچه بیا تعریف کړ او ټول لوبغاړي او ښکېل اړخونه یې اړوېستل چې په خپلو فرضیو او پالیسیو بیا کتنه وکړي. د ناټو او زموږ د انکشافي شریکانو او همکارو هېوادونو د سخاوتمندانه ملاتړ ـ په دې خاطر له تاسې مننه کوم ـ موږ ته دا توان راکړ چې پر تېروخت د بریالي کېدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو او د یوې ولسواکې او ټول شموله ټولنې، یوې اسلامي او له زغم ډکې او د متحرک اقتصاد لرونکې ټولنې ته چې د آسیا د څلور لارې په توګه د سیمې د انکشاف لپاره د همکاري په بستر کې په امنیتي همکاریو عمل وکړي، ورسېږو. دغې سټراټيژي نتیجه درلوده. نن تر ۲۰۲۴ کال پورې ستاسو د ملاتړ د تمدید لپاره غور او ارزونې موږ ته دا توان راکوي چې د ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړو، طالبان دې ته اړباسو هغه لار چې په مخ کې لرو یو سیاسي بهیر دی او سیمه ییز همکاران د دغو همکاریو ګټو ته وهڅوو.
زموږ مساوات پالونکي باورونه ، د ډموکراسۍ غوښتنه ده. د ۸٬۶ میلیون رایه ورکوونکو نوم لیکنه چې ۳۴سلنه یې ښځې جوړوي، په دغه بهیرکې د خلکو د فعالې برخې اخېستو ښودنه کوي . د ۲۰۱۸کال په اکتوبر کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو لپاره ټاکنې او په ۲۰۱۹کال کې د جمهوري ریاست لپاره ټاکنې زموږ لپاره حتمي دي. موږ بین المللي ټاکنیزو سازمانونو ته بلنه ورکوو چې د هراړخیزې څارنې په هڅو کې په ټاکنیزو بنسټونو کې د اجرائیوي دندو د ترسره کولو په شمول له موږ سره یو ځای شي.
د لارې نقشو، ټاکلو معیارونو او د باور جوړولو شاخصونو څخه په ګټه اخیستنې زموږ امنیتي او انکشافي همکارۍ د بیا رغېدو په حال کې دي. موږ په ویاړ سره ویلی شو چې یا مو کاملاً پر خپلو ژمنو عمل کړی یا د هغو د پوره کولو په حال کې یوو. دې دقیقې شیوې موږ په دې قادر کړي یوو چې په تېرو درې کالو کې خپل عواید ۷۰ په سلو کې زیات کړو. د ۱۹ شاخصونو له جملې څخه مو له فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ ۱۴ شاخصونه تطبیق کړي او د اردو او پولیسو۵۳۵ جنرالان مو د امنیتي سکتور د اصلاحاتو د برخې په توګه په ۲۰۱۸ کال کې تقاعد ته سوق کړي. موږ د سولې، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د نړیوالې او سیمه ییزه همکاریو د پراختیا په حال کې یوو.
موږ پر سوله د ملي اجماع له پیروي سره خپله سیاسي اراده د سولې د مذاکراتو د وړاندیز او د یو اړخیز اوربند له اعلام سره چې د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې ومنل شونندارې ته وړاندې کړه. څلوېښت کاله وروسته د لومړي ځل لپاره زموږ خلکو د سولې ډالۍ تجربه کړه. دې زړور ازمېښت د پخلاینې لپاره زموږ د ملت فوق العاده ظرفیت ، د بښنې اراده اودا چې موږ د آینده خاوندان یوو نندارې ته وړاندې کړ. د اوربند ۹۸ سلنه تطبیق او په ښارونو کې د ۳۳ زره سوله غوښتونکو طالبانو بریالی مدیریت وښوده چې ترلاسه شوې افکار د سولې پر وړاندې د بالقوه موانعو په اړه بیا کتنې ته اړتیا لري. زموږ د علماو هر اړخیزه ونډه، د دیني علماو نړیوال ملاتړ په ځانګړي ډول د حرمین الشریفین خطیبان او په ټول هېواد کې خودجوشه سوله ییز حرکتونه دا ښیي چې د سولې د ټينګښت وخت را رسېدلی. ډاکټر عبدالله او زه به پایداره او جامع سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړو. سره له دې چې د پرمختګ بېلګې د تشخیص وړدي، موږ دقیقاً له ننګونو خبر یوو. 342000 امنیتي او دفاعي ځواکونه چې ټول یې داوطلب دي، په ورځنیو سرښندنو سره خپله وطندوستي او همدارنګه د څلور کلن امنتي پلان د موخو ترلاسه کول نندارې ته وړاندې کوي. په افغانستان کې ښځې د سفیرې، قاضي، ښاروالې او وزیرې په توګه د دندې په ترسره کولو سره تاریخ جوړونکې دي. د افغانستان کابینه چې ۴۹ سلنه وزیران یې له ۴۰ کالو کم عمر لري د دې ښودونکي دي چې د دولت په اجرائیوي او قضایي ارګانونو کې نسلي تغیر راغلی دی. د شایستګي په اساس استخدام په یو نورم د بدلېدو په حال کې دی او موږ تراوسه خپله سیاسي اراده د قانون د حاکمیت په برخه کې نندارې ته وړاندې کړې.
متاسفانه د تروریزم پدیدې ټوله نړۍ په وېره کې اچولې او دا ثابتوي چې ولې ناټو ته اړتیا ده او ولې افغانستان د مخکښ دولت په توګه د نړیوالې ازادۍ اوامنیت د دفاع لومړۍ کرښه کې قرار لري. هغه مناسبات چې د سپتمبرد یولسمې له فاجعې وروسته ایجاد شو، د ګډو ګټو او ګډو ارزښتونو پر اساس د ژورو او پراخو همکاریو په حال کې دي. مننه!
پاى ذکرالله