ټولنه

دافغانستان دمبارزسياسي او فرهنګي شخصيت ارواښاد استادعبدالهادي داوي دديرشم تلين ياد غونډي ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام

کابل- باختر دکب شپږ ويشتمه :
دافغانستان دمبارزسياسي  او فرهنګي شخصيت ارواښاد استادعبدالهادي داوي دديرشم تلين ياد غونډي ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام .
  دافغانستان په معاصر تاريخ کې دسراج الاخبار نشر دعطف يوه نقطه  ده ارواښاد محمود طرزي او دهيواد نورو منورينو په ګډه له همدي دريځه په افغانستان کې دتجدد او تنور  دخوريدو لپاره عملي مبارزه پيل کړه .
په هيواد کې دنوى تمدن دپرمختياوو له معرفي او عاميدو سربيره دهيواد دسياسي استقلال ، ملي حاکميت او  دخلکو دمدني ازاديو اوحقوقو خونديتوب ددغو منورينو عمده اهداف وو محمود طرزي دسراج الاخبار دچلولو په چارو کې دوه ځوانان ملګري پيداکړل .
عبدالرحمن لودين او عبدالهادي داوي ، ارواښاد طرزي دا دواړه خپل وزرونه بلل
عبدالهادي داوي دحبيبيي ښوونځي کې تر زده کړو وروسته په ١٢٩٠ کال په دې اخبار کې کار پيل کړ له محمود طرزي  ، مولوي عبدالرب ، مولوي غلام محي الدين افغان او نورومنورينو سره محشور شو دفکر اواستعداد  وده او روزنه يې له همدي وخته پيل شوه ډير ژر يې په ځوانانو کې ځلانده او نافذ موقف وموند او دهيواد په  نوى فکري او ادبي غورځنګ کې دلومړۍ  صف له شخصيتونو څخه شمار شو .
  دارواښاد استاد عبدالهادي  داوي  ژوند له ځواني له لوړو او ځوړو سره مل تير شوى دى  خو په ټولو حالاتو کې ديو وطندوست  مفکر او منور شخصيت په توګه تل دهيواد دملي ګټو ترشاه ولاړ و ،  دده سياسي ، فکري او فرهنګي خدمات د ډير قدر وړ دى زموږ  دهيواد په سياسي اوفرهنګي تاريخ کې يې نوم اوزکارنامې  خپل ثابت مقام لري .
  دخوشحالۍ ځاى دى چې داستاد داوي دکورنۍ او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دده دديرشم تلين په مناسبت داحاضره غونډه جوړه شوې ده اميد دي چې زموږ علما ددغه حقدار شخصيت  ژوند ،کارنامو ، مفکورو او اثارو په باب په زړه پوري بحثونه او مقالي  خپلو خلکو ته وړاندې کړي او داستاد داوي ځلاند شخصيت لاوځلوي .
ستاسي دغونډي بري دلوى  څښتن  له درباره غواړم او د غونډي جوړونکېو ته کور ودانۍ وايم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته