کابل باختر د سلواغې شپږمه :
دملي پوليسو ځواکونو پرون دامنيتي فعاليتونو په بهير کې شل تنه ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه دکابل ښار دڅلورمې ، پنځمې ، اوومې ، اتمې ، يوولسمې او ديارلسمې حوزې په مربوطاتو کې او دچار اسياب او خاک جبار په ولسواليو کې ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه دغلا، وژنې ، دنشه يي توکو د پلورنې ، ټپي کولو او د غيرقانوني وسلو دليږدونې په ګډون دجنايي جرمونو په تور نيول شوي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دبغلان ، ميدان وردګو ، ننګرهار او د زابل دولايتونو په مربوطاتو کې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل کشف او ترلاسه کړل .
1 1 دقیقه لوستل