امنیت

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه
د هلمند ولایت په مارجې، نهرسراج او د ګرمسیر ولسوالیو په مربوطاتوکې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په یادو بریدونوکې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته