امنیت

وروستيو پيښو او جرياناتو وښودله چې ځينې طالبان دپاکستان داستخباراتو دنفوذ دپراختيا له امله ناخوښ دي او دا دطالبانو په ډله کې ددغه شان مفکورو دپياوړتيا لپاره يو فرصت دى .

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :
وروستيو پيښو او جرياناتو وښودله چې ځينې طالبان دپاکستان داستخباراتو دنفوذ دپراختيا  له امله ناخوښ دي او دا دطالبانو په ډله کې  ددغه شان مفکورو  دپياوړتيا لپاره يو فرصت دى .
دباختراژانس  خبريال ليکي  دنوې مشرتابه دانتخاب پرسر  ددرز له پيداکيدو وروسته دطالبانو د ځينو مقاماتو  څرګندونو په ډاګه کړه  چې طالبان   هغه وسيلې  دي چې دسيمي استخبارات دوسيلې په توګه  ورڅخه کار اخلي .
درامنځته شويو اختلافونو دپاى ته رسولو  لپاره دځينوکړيو  هلې ځلې په يو ډول نه يو ډول په افغانستان کې دجګړې ددوام لپاره هلې ځلې دي خو اوس بايد  له بيلابيلو لارو څخه استفاده  وشي چې دپاکستاني استخباراتو ضد روحيه چې دځينو طالبانو ترمنځ پيداشوې ده پياوړې شي .
  دافغانستان  دسولې عالي شورا ، دافغانستان دعالمانو شورا  او دهيواد په ډيرو لرې پرتو کليو کې دجوماتونو امامان او په تيره بيا  ښوونځي په دې لاره کې  کار وکړي او ناراضي برخه دې  حکومت  ته جذب کړي .
  دکارپوهانو په باور که چيرې  دستونزو  دحل کولو لپاره  هلې ځلې وشي او په دې لاره کې بيلابيلو  شخصيتونو ته بلنه  ورکړى شي .
پيچلي  غوټه په سياسي معادلې  سره پرانستل کيږي  او دستونزې دحل کولو او پخلاينې لپاره لاره اوريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته