امنیت

اته تنه ډار اچوونکي په لوګرکې ووژل شول

پل علم باختر دزمري دمياشتې  ١٠  :
اته تنه ډار اچوونکي پرون په لوګر ولايت کې ووژل شول. 
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل : دغه ډار اچوونکي د لوګر ولايت په بره کي برک او خوشي ولسواليو او د پل علم ښار په مربوطاتوکې په امنيتي پوستو د بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
احمدزي زياته کړه: په دغو بريدونوکې دغه راز اووه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي او د دښمن يو هاوان  هم ويجاړ شوى دى.
ده زياته کړه: په دغو پيښوکې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته