روغتیا

دعامه محافظت دمعينيت دکارکوونکو دپوهاوي ورکشاپ پاى ته ورسيد.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٩ :
هغه درې  ورځني ورکشاف  چې دعامه محافظت دمعينيت او دامنيتي تصدي دکارکوونکو دحقوقي پوهاوي د کچې دلوړولو په مقصد پيل شوي و دتصديق ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيد.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
ددغه ورکشاپ په پيل کې دعامه محافظت دمعينيت عملياتي لوى رييس پاسوال سيدکمال سادات  داتباعو دحقوقو اودهغه دښيگڼو په باب خبرې وکړې اوټينګار يې وکړ په ټولو برخو کې اوپه تيره بيا په دولتي ادارو کې دحقوقي مسلو په باب خبرتيا يو ضروري کار دى چې بايد دقانون اودهغه دښيگڼو په باب خپله ټولنه خبرکړو.
دغه ورکشاپ په پنځه ويشتو تنو برخه والو باندې دتصديق ليکونو په ويشلوسره پاى ته ورسيد.
ديوبل  خبرله مخې ،  دکورنيو چارو وزارت  دعامه محافظت دمعينيت دسوق او ادارې دپنځه ويشتو بستونو لپاره له  دوه سوه شپږ اتيا تنو څخه دازادې سيالۍ ازموينه واخيستل شوه چې په نتيجه کې يې پنځه ويشت تنه چې لوړې نمري  ترلاسه کړي دنوکريوالي دامريت ، داړيکو  اوژباړونکو   دامرينو په څانګو کې به دعامه محافظت دمعينيت دسوق او ادارې په مرکز کې دنده ترسره کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته