اقتصاد

دفيض محمد ناصري په سراي کې ٥٥٠ دوکانونه سوځيدلي دي .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
دفيض محمد ناصري دسراي ددوکاندارانواستازي وايي چې په دې تجارتي مارکيټ کې داور لګيدنې په پيښه کې ٥٥٠ دوکانونه په بشپړه توګه سوځيدلي دي په داسې حال کې چې داورلګيدنې له پيښې  څخه څه دپاسه ٣٦ ساعته تيريږي لاتراوسه پورې هم ددغه مارکيټ په ځينو برخوکې داور لمبې پورته کيږي .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دفيض محمد ناصري دسراي ددوکاندرانو استازي شيخ سجاد چې نن يې دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دعامل  هيئت له رييس قربان حقجو سره په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې ددغه سراي دوکاندارانو او سوداګرو ته رسيدلي تاوانونه له هغه څه څخه زيات دي چې تصور يې کيږي .
ده وويل: سره له دې چې ويل شوي دي چې په دې مارکيټ کې اور لګيدنه په دوو دوکانونوکې دبريښنا دشارتي زيږنده ده خو دفيض محمد ناصري دسراي دوکانداران په دې باب دپراخو څيړنو غوښتنه کوي .
دشيخ سجاد دڅرګندونو له مخې، دمارکيټ دوکاندارانو سره له دې چې په دې پيښه کې خپل مالونه او نغدې پيسې له لاسه ورکړې ددوى حقوقي او ارزښتناک سندونه هم داور په لمبو کې سوځيدلي دي چې کيداي شي په راتلونکي کې ستونزې پيداکړي .
ده له اړوندو چارواکو څخه وغوښتل چې د دغه مارکيټ دبيا جوړولو دکار تر پيل کيدو پورې دوکاندارانو ته اجازه ورکړي شي  چې دغرفو په ايښودلو سره خپل کار په مارکيټ کې پيل کړي
  دغه راز دفيض محمد نصاري دسراي ددوکاندارانو استازي دپوليسو په کړنو  نيوکې  وکړې چې پرې يې نه ښودل چې دوى په خپل وخت دخپلو مالونو په ليږدونې اقدام وکړي .
دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دعامل هيئت رييس قربان حقجو وايي چې دى به ددغه سراي ددوکاندارانو نظريې  او وړانديزونه د وزيرانو شورا داقتصادي کميټې په غونډه کې طرحه کړي او هلې ځلې کوي چې دبيلابيلو مرکزونو او موسسو پاملرنه دفيض محمد ناصري دسراي  له دوکاندارانو سره دمرستې په مقصدجلب کړي .
له بلې خوا يو پانګه وال عبدالغفار داوي تياري څرګند کړ چې په لنډ مهال ډول دافغانيار سراي دوکانونه چې په ده پورې اړه لري دزيانمنو شويو دوکاندارانو په واک کې ورکړي .
دغه مطبوعاتي غونډه په داسې حال کې جوړه شوه  چې دکابل دپوليسو له چارواکو څخه کوم استازي  پکې برخه نه لرله چې دپيښې دڅرنګوالي دپوليسو داقداماتو او دهغوتورونو په باب  چې ددوى پرخلاف لګول  شوي دي څرګندونې وشي .
ديادونې وړ ده چې ديکشنبې  دشپې د ١٢بجو په شاوخوا کې دفيض محمد ناصري په سراي کې اور ولګيد خو داور وژنې عملياتو څه دپاسه ٣٦ ساعته دوام وکړ او عيني شاهدان وايي چې لاتراوسه پورې هم ددغه مارکيټ په تلخونو کې داور لمبې پورته کيږي په داسې حال کې چې داور وژنې مسوولينو تير ماښام ويلي وو چې په دې سراي کې لګيدلى اور وژل شوى دى خو ددغه مارکيټ په تلخونو کې  ستونزې شته .
په داسې حال کې چې دوکانداران د فيض محمد ناصري په مارکيټ کې داور لګيدنې او له دې امله درسيدلو تاوانونو په باب خبري کوي دسوداګرۍ اوصنايعو  دخونو او امنيتي مرکزونو او داوروژنې مسوولين وايي چې ددغه مارکيټ جوړښت غير معياري دى او داور لګيدنې او دطبيعي پيښو په شان پيښو دوقايي په مقصد ددغه مارکيټ  په جوړښت کې ايمني تدبيرونه په پام کې نه و نيول شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته