امنیت

جګړې دپلخمري اوسيدونکي له ستونزې سره مخامخ کړي دي .

کابل باختر د وږي ١٢مه :

 دپلخمري ښار په  مربوطاتو  کې دناامنيو زياتوالى ددغه ښار داوسيدونکو او دبند پاتې شويو مسافرانو دزياتو ستونزو د رامنځته کېدو سبب شوى دى .

 دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، په پلخمري کې  په وروستيو درېو ورځو کې دجګړې سختوالى ددې سبب شوى دى چې دپلخمري  ګن شمېر اوسيدونکي له خپلوکورونو او ټاټوبو څخه ووخي او دخوراکي توکودبيو لوړوالي ، دمخابراتي شبکو دفعاليت ځنډيدو او دښوونځيو او دولتي اداروتعطيل  هم خلک اندېښمن کړي دي .

 يو سپين ږيري کربلايي  چې ځان د پلخمري ښار اوسيدونکى بولي له امنيتي حالت څخه داندېښنې  په څرګندولو سره دپوځيانو مېړانه او زړورتيا وستايله او ددولت له  مخالفانو څخه يې وغوښتل چې له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخلي او دسولې له بهير سره يوځاى  شي .

 هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په بغلان په تېره بيا په پلخمري ښار کې دسولې په تامينولو کې هڅه وکړي .

  ختم+_عطاالله_ اکرم

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته