امنیت

په امنيتي مرکزونوکې د جذب په مقصد د لسګونو تنو روزګاني ځوانانو تيارى

-کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د روزګان ولايت په لسګونو تنو ځوانانو د سرتيرى د خدمت لپاره تيارى څرګند کړى دى .
ټاکل شوې ده دغه ځوانان له پوځي زده کړو وروسته د روزګان ولايت په امنيتي واحدونوکې وګومارل شي.
د روزګان ولايت يو قومي مشر حاجي عبدالرووف خان په هغې غونډه کې چې د سرتيرى خدمت ته د ځوانانو د هڅونې په مقصد په ترينکوټ ښارکې جوړه شوې وه؛ وويل: د پوځي يونيفورم اغوستل او افغانستان او د هغه خلکو ته خدمت کول او سرښندنه ستر جهاد دى .
ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې لا زيات پوځي مرکزونو ته مخه وکړي او له تروريستي او سازمان موندلو جرمونو سره د مبارزې په لاره کې افغانستان ته خدمت وکړي .
د روزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست جنرال ويس صميمي په دې خبري غونډه کې له پوليسو سره له يوځاى شويو ځوانانو څخه مننه وکړه او ويې ويل: له دفاعي او امنيتي واحدونو سره د افغانستان د ځوانانو پيوستون دغه واحدونه له پخوا زيات پياوړي کوي.
په دې غونډه کې په لسګونو تنو ځوانانو د روزګان ولايت په امنيتي مرکزونوکې د خدمت لپاره خپل تيارى څرګند کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته