نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه :
دنيويارک تايمز ورځپاڼې په ليکنه افغان او دامريکايي ځواکونو الوتکو ديکشنبې په شپه دطالبانو دنشه يي توکو په ډيپوګانو بمونه وغورځول .
نيويارک ټايمز دجنرال نيکلسن له خولې ليکي چې طالبان په افغانستان کې دنشه يي توکو له څلور سوه څخه تر پنځه سوه پورې لابراتوارونه لري .
ورځپاڼې دغه راز دسيمې دپوهانو د څرګندونوله مخې ليکلي دي چې ويلي يي دي چې طالبان خپل په سلو کې شپيته عوايد له نشه يي توکوڅخه ترلاسه کوي .
دامريکا ددفاع وزارت مقامات هم وايي چې طالبان کال په کال دنشه يي توکوله توليد او دکوکنارو له کرکيلې څخه څه ناڅه دوه سوه مليونه ډالره عايد ترلاسه کوي .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ