فرهنګ

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او د افغانستان رسنۍ

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
نن د مې درېمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ده او دا ورځ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د باختر آژانس خبریال د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځ او د افغانستان رسنیو ته ځغلنده کتنه کړې ده او لیکي:
د ملګرو ملتو عمومي ټولنې د مې درېمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ نومولې ده او دا دی څو لسیزې دا ورځ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د دې ورځې د نمانځنې اصلي منطق او فلسفه دا ده چې حکومتونه یوځل بیا د مطبوعاتو آزادۍ ته خپله ژمنتیا په ډاګه کړي، خپله اراده په عمل کې ثابته کړي. همدارنګه دا ورځ د رسنیو لپاره هم یو فرصت دی چې دوی خپلو کړنو ته نوې کتنه وکړي، هغه وارزوي او د ژورنالیزم د سپېڅلي مسلک د اصولو په رڼا کې یې په هراړخیز ډول تحلیل کړي. دا ورځ د مسلکي کېدو پر لور د ګام اخیستو یو فرصت دی.
څه چې په افغانستان پورې اړه لري؛ نو دا واقعیت ښه په زغرده یادولی شوو چې د افغانستان رسنیو په تېرو دوو لسیزو کې ډېر پرمختګ کړی دی. د بیان آزادي د افغانستان په اساسي قانون او همدارنګه ټولیزو رسنیو قانون او نورو نافذو قوانینو کې خوندي شوې ده. نن افغانستان داسې رسنۍ لري چې د خلکو غږ پورته کوي، د بشري حقونو دفاع کوي، د بیان آزادۍ د دفاع په سنګر کې کلکې ولاړې دي، قربانۍ ورکوي خو خپل غږ هسک او لوړ ساتي.
په یوه ولسواکه ټولنه کې او په یو داسې نظام کې چې هلته د خلکو اراده ټاکونکی نقش لوبوي، د رسنیو شتون ته داسې اړتیا ده لکه اکسیجن ته. لکه څنګه چې انسان بې اکسیجنه ژوند کولای نه شي، دغه راز یوه پرانیستې او ولسواکه ټولنه هم بې رسینو ژوند کولای نه شي. اوس د اطلاعاتو او معلوماتو نقش په بشري ټولنه کې ورځ تربلې ډېرېږي. بشریت د معلوماتي ټولنې پر لور روان دی او په معلوماتي ټولنه کې د انسان ژوند سرترپایه پر معلوماتو او اطلاعاتو ولاړ دی. معلومات او اطلاعات برخلیک ټاکونکی نقش لوبوي. له انټرنټ سره معلوماتو او اطلاعاتو ته لاسرسی هم اسانه شوی دی؛ خو خبره د کره او دقیقو معلوماتو او اطلاعاتو ته ده.
له بده مرغه کله چې اطلاعات او معلومات ډېر وي او په دغو ډېرو معلوماتو کې ناسم او غلط معلومات هم شتون ولري؛ نو بیا خلک د کره معلوماتو د تشخیص له ستونزې سره مخ کېږي او کله ناکله خو خبره داسې ځای ته رسېږي چې خلک خپله لاره نه پېژني او هک پک کېږي چې څه وکړي او له چا مرسته وغواړي. دلته د رسنیو نقش مهم او ستر دی. دا رسنۍ دي چې باید خلکو ته دقیق او کره معلومات ورسوي، هغوی پر واقعیتونو خبر کړي، سم لوري ته یې برابر کړي او له ناسمو او غلطو معلوماتو یې وژغوري.
دغه راز ستر مسوولیت له رسنیو غواړي چې خپل کار لا مسلکي کړي. د ژورنالیزم اصول ټولو ته جوت دي: بې طرفي، انډول، خپلواکي، دقت، سرعت، رښتیا او نور.
دا هم باید ومنو چې د افغانستان رسینو د شمېر له پلوه ښه پرمختګ کړی دی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ډېټابېس کې څو زره رسنۍ ثبت دي؛ خو له بده مرغه موږ د رسنیزو فعالیتونو په کیفیت کې ستونزې لرو. یو شمېر رسنۍ د ژورنالیزم اصول نه رعایتوي او د دغې یا هغې ډلې په چوپړ کې دي. دغه راز چلند د ژورنالیزم له اصولو سره اړخ نه لګوي. ژورنالیزم حکم کوي چې باید یو خبریال د پېښو رښتینی انځور خلکو ته وړاندې کړي او د قضاوت حق خلکو ته پرېږدي. خبریال قاضي نه دی، بلکې د پېښو رښتینی، بې پرې او بې تعصبه انځورګر دی. خبریال باید خپله دا دنده په پوره صداقت او ژمنتیا سرته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته