اقتصاد

د ماليې او د انرژۍ او اوبو وزيرانو د بريښنا د بندونو د جوړولو په باب خبرې اترې وکړې

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٥ :
د ماليې وزيراکليل حکيمي پرون د انرژۍ او اوبو له وزير انجنير علي احمدعثماني سره د خپل کار په دفترکې وکتل .
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د ملي پروژو په تطبيق، د اوبو د سالم مديريت، د ملي ګټو او د خلکو په  ژوندانه د هغو په  مستقيمو اغيزو له په پام کې نيولو سره  د هېواد په بېلابېلو برخوکې د بريښنا د بندونو د جوړولو، د بودجې د لګښت  او د نورو مهمو مسئلو په باب خبرې اترې وکړې.
دواړو لورو ټينګار وکړ چې دغه موضوعګانې دې د اړوندو ادارو په ګډون د بودجې په کمېټه کې طرح شي چې د هغو د اجرااتو په برخه کې لازمه چټکتيا رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته