فرهنګ

د ماشومانو د داستانونو ١٦٠ عنوانه کتابونه چاپ شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٤ :
د ماشومانه د شعر او داستان ١٦٠عنوانه کتابونه له چاپ وروسته پرون  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې پرانستل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه کتابونه د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ د نړيوال سازمان له خوا د هېواد  د ماشومانو د مطالعې په خاطر په پښتو او دري  ژبو چاپ شوي دي چې ماشومانه داستانونه او شعرونه پکې شامل دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز د مسوولې مينه ابراهيم خيل د څرګندونوله مخې: تېرکال د ماشومانه داستانونو او شعرونو څه دپاسه درې زره عنوانه کتابونه چې د هېواد د ليکوالانو له خوا ليکل شوي دي، دڅيړنې په مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ او د پوهنې د وزارتونو او د اړوندو مرکزونو  د استازو او دريو تنو ليکوالانو په ګډون يوه کميټه جوړه شوې وه چې له دې جملې څخه١٦٠عنوانه کتابونه له څيړنې وروسته چاپ ته چمتو شوي و چې دغه کتابونه له چاپ وروسته نن پرانستل شول.
د دغوکتابونو د پرانستلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنيو اړيکو سلاکار  ډاکتر حليم تنوير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ له نړيوال سازمان له دغه اقدام څخه قدر داني وکړه؛ څرګنده يې کړه چې په دغه هېوادکې ماشومان د تيروڅلويښتوکلونو په بهيرکې د کتاب له مطالعې څخه لرې پاتي دي او د دغوکتابونو په چاپولوسره چې د ماشومانه  ژبې له په پام  کې نيولوسره ليکل شوي دي؛ ماشومانو ته دمطالعې او ذهني ودې زمينه برابره شوې ده.
ده دغه راز د دغه شان پروژو د ترسره کولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ او همکاري څرګنده کړه.
دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ سازمان د ښوونې او روزنې سلاکار بهير ويال وويل چې دغه داستاني کتابونه د دوو مليونو يورو په لګښت تاليف او چاپ شوي دي چې٨٠ عنوانه يې په درې او ٨٠ نور يې په پښتو ژبه ماشومانوته تاليف شوي دي.
ده زياته کړه چې په ټوليزه توګه نيم مليونه ټوکه دغه کتابونه چاپ شوي دي او په  منځنۍ کچه له هر ټوک څخه شپږ زره کاپي ګانې برابرې شوې دي او اوس په يوولسو ولايتونوکې په شپږو زرو سيموکې د دغوکتابونو ويشل دوام لري او دغه  کتابونه په وړيا ډول د ماشومانوپه واک کې ورکول کيږي.
ده وويل: د دغې پروژې هدف دا دى چې موږ په يوډول نه يو ډول وکولاى شو  ماشومانو ته الهام ورکړو او له دغوکتابونوڅخه په استفادې سره هغو ته هيله ورکړوچې ټول داستانونه د مينې، يو بل ته درناوي، ګډ ژوند، يو والى،  د يوبل منل، له يوبل سره مرسته، له چاپيريال څخه ښه استفاده، د ژوندانه چاپيريال ساتنې ته  پاملرنه،  په کورنۍ کې د صميمت فضا، مشرانو ته درناوي او دغه شان نورو موضوعګانو په باب څرخي.
دغه راز په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د ساينس او د معلوماتي تکنالوجۍ د مرکزمسوول سيد اصغرحيدري هم په خپلوخبروکې څرګنده کړه چې دافغانستان خلک په  ٢٤ ساعتوکې ډيره لږ مطالعه کوي.
ده د ماشومانو د ملاتړ سازمان له دغه اقدام څخه د قدرداني په ترڅ کې وويل  چې دولت هم بايد د ماشومانو د ادبياتو د ودې او پياوړتيا په خاطر يو مرکز جوړ کړي او اغيزمنې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته